...

فرید باراني

غزل

یو څوک چې په رڼا کې د تیارو صفت کوي

د خپل ژوندون د راز د مرحلو صفت کوي

زما او ستا د عشق واقعه داسې یو خبر و

چې حتی رسنۍ یې په وارو صفت کوي

هر ځای مو خلک پېژني هر ښار په موږ خبر دی

د کلي مینان یې په بانډو صفت کوي

اخلاق داسې یو شی دی ستا په تللو پاتې کېږي

و خلکو ته به ستا په ساعتونو صفت کوي

۱۳۸۹-۷-۱۴-جلال اباد صفا راډیو