...

فرید باراني

په ژوند میین یمه

د ژوند ښه او بد

د ژوندانه شنې خوشحالۍ

تورې ناخوالې

ما مبارز لویوي

د ژوند کارونه دي

بس پرېږده چې خپل آس

زموږ د ژوند د هرې ساه پټي کې وځغلوي

ژوند چې هر پل د تقدیرونو پر لمنې کېږي

نو موږ به چوپ نه کینو

مبارزه به کوو

اوځان به رسوو د خدای تر اوامرو پورې

ژوند خو همدا دی:

لږه خندا، پرله پسې غمونه

له ځانه وکړه

خو د ژوند نه شکایت مه کوه

له ټولو بړوس شه

خو له ژونده خپه کېږې به نه

ځکه چې

ژوند خو له پخوا نه د تقدیر په لمن

زموږ په اړه ډېر څیزونه لاسلیک کړي وله

۱۳۸۹-۷-۱۴- جلال اباد صفا راډیو