فرید باراني
خوشاله کېږم
د دوستانو په خوښۍ
قسم په خدای خوشاله کېږم
ما په یو داسې ځای کې ژوند تېر کړی
چې د دوستۍ ساګانې خلکو په مرمۍ ویشتلې
او دښمنۍ او ورور وژنې ته یې
د غیرت نوم کېښوده
اوس د ژوندون له دې پړاوه راوتلی یمه
نور به مې ورځ په ورځ دوستان زیاتیږي
نور به د دغو ناپوهانو محدود فکر او ککړو څېرو
مخې ته د خپل فیسبوک په لومړنیو کرښو
داسې لیکم:
ژبه و توکم راته معیار نه دی
ما ته انسان معیار دی
د انسانانو سره مینه لرم
د انسانیت په کلیمې باندې خپل سر ورکوم
زه انسانیت ته احترام لرمه
جلال اباد صفا راډیو۱۳۸۹-۷-۱۴