فرید باراني
له ژونده ښه خاطره نه لرمه
ژوند د تشویش په لکۍ سپور شادي دی
ژوند زما د غم د دوزخونو اور دی
ژوند ډېر بې عقل دی
ژوند نفس نه لري، ساه نه لري
او دا زمان که ترې را واخلې
هغه وچ واښه دی
چې یې وزه هم
د خوړلو علاقه نه لري
ځکه پوهیږي چې یې نس خوږوي
او بیا به دا وي
د تشویشونو د اوښانو
د کاروان مخې ته
پړی په لاس کې
څارواني په کوي
ژوند لکه سپی
په وړکتوب درسره مینه کوي
درته لکۍ خوځوي
کله چې غټ شي
درته غاپي، غواړي ودې داړي
درنه واپس د وړکتوب د مینې بیه غواړي
ژوند د یوه وچ لرګي په شان
ځان خوځولی نه شي
پاتې د دې طمع
چې تاسره به مرسته وکړي!
ژوند لکه «یار بد، بد تر بود از مار بد»
هماغسې دی
ژوند لکه سم د زردالو مېوه ده
ظاهر یی خوږ خسته یې ټوله ترخه
ژوند لکه عشق
«الا یا ایها عشق ادرکاسا وناوالها»
«که عشق اسان نمود اول ولی افتاد مشکل ها»
ژوند د شیطان په اوږو سپوره سمسېره غوندې ده
چې له چیچلو وېرولو بل کمال نه لري
ژوند د زمان د مشکلاتو مور ده
ژوند د زمان څخه خپه دی
زمان ترې لاړو یوویشتم قرن ته
او ژوند هماغلته ولاړ دی
همدا وایي چې سپینږیری یمه
نشم درتلی
خلک اوس هم
ژوند سره مینه لري
ژوند ترېنه وړاندې
او دوی وروسته په ستړیا ورپسې منډې وهي
خو ژوند به هله ما له خوږ شي
هله یار به مې شي
چې د زمان سره خوځښت ولري
چې خپله غیږه کې نوښت ولري
۱۳۸۹-۷-۱۴-جلال اباد صفا راډیو