فرید باراني
دواړه میین یو، په یو بل
خو دواړه هیڅ نه وایو
لکه دوې سپېنې په چمن کې سره ناستې مرغۍ
د ناز په ژبه یو او بل ته ښه له زړه چغېږي
دواړه پوهیږو چې
مین یو په یو بل
خو دواړه هېڅ نه وایو
سهار چې کېنو تر ماښامه
په خبرو باندې نه مړېږو
هغه بې ژبې او خاموشه نوښت
چې په هر ځای کې لکه ګونګ ناست و
او په هفتو یې یو ساعت خبرې نه کولې
نن له سهاره تر ماښامه
په خبرو نه مړېږي
او چې تنها شي
نو د ستورو سرخ خواله کوي
او ور ته دا وایي چې:
دواړه مین یو په یو بل
خو دواړه هیڅ نه وایو
لکه دوې سپینې په چمن کې سره ناستې مرغۍ
د ناز په ژبه یو او بل ته ښه له زړه چغېږو
۱۳۸۹-قوس-۵ جلال اباد صفا راډیو