فرید باراني
بس د زړه درد دی
په خپلو لاسو مې ځان ته
د دې بل کړي اور لمبې دي
چې مې سوځوي او نه مې پرېږدي
چې د خپل ژوند په اړه فکر وکړم
هيڅ په دې پوه نه شومه
هغه څېره چې زما په ژوند او سرنوشت باندې یې لوبې وکړې
هغه څېره چې زما زړه یې
د خپلو زلفو په تار ځوړند کړلو
هسې چې لاړه هسې ورکه شوه تر ننه پورې
د څه لپاره، ولې خدایه
د همدغه بې احساسه انسان
د یاد څپې زما د فکر
خپل د یادونو په سیلاب کډوي
مه کړه له ما نه یې یو څه هسې په غلا وړي دي
هو،
زما زړه
هغه بې ژبې او بې خولې
هغه د نور هغه سپېڅلی کورګی
اوس مې مات شوی زړګی
ستا په زارو باندې نه جوړيږي
زړه مې جوړېږي خو ما
لکه ماشوم درسره ضد اخیستی
له ډېرې مینې مې په زړه کې
د لومړي ځل لپاره
تا ته کینه پيدا شوه
وي دې همداسې ښه یم
دا هم د ژوند په مرحلو کې حسابېږي
هېرومه یې نه
۵- قوس - ۱۳۸۹ - جلال اباد، صفا راډیو دفتر