...

فرید باراني

زه خو دې لارې څارم

چې د سبا د لمر ختو د وږمو سره سم

زما پوښتې ته راځې او کنه؟

زه خو دې لاره څآرم

د دې خبرې په خاطر چې ته راځې او کنه

سترګې په لار یمه

پرېږده چې زموږ ناسته

ستا د غرور او ستا د ضد قربان شي

پرېږده چې زما دا لېونی زړګی خو لږ انسان شي

پرېږده چې هغه محبت

چې موږه دواړو یو او بل ته په سپېڅلو زړونو

د محبت و کلمې ته احترام کولو

هغه لمنځه لاړ شي

زه به دا ستا د پرون

په تللو تللو قدمونو باندې دا ولیکم :

نور به زما او ستا د عشق

هغه ځانګړې ورځ خالي پاتې وي

نور به همدا ورځ

چې دې په کړې یوه وعده باندې وفا ونه کړه

زه به تر مرګه پورې

په همدې ورځ ستا انتظار کومه

خدایه زموږه تر مینځ

په څومره وخت له څومره ستونزو سره

د خوږې مینې رابطه ټنګه شوه

او څنګه ژر له مینځ لاړه

او وپاشل شوه!