فرید باراني
ته یې پښې ماتې کړه
او زه یې لاس ماتوم
د دې سرکش بغاوتګر قران وهلي بېلتون
دې غوټه نلا ماته شي
اسمان زموږ په سر
د دریا کاره غوندې ستوري ځلوي
موږ غولوي
خو ښه پوهېږو چې د دغو ستورو شا ته
یوه ویرونکي ماښام داړې سپينې کړې دي
د قتل په نیت
...
وېرېږم
د هغې شپې له تور ماښام څخه والله وېرېږم
چې نه سپوږمۍ لري
او نه یې ستوري
د تورو ورېځو له نقاب څخه مخ اړوي
زه د ماښام له تور بخونې وېرونکې څېرې، نه وېرېږم
ما ته دا تور ماښام
د عشق هغه ناکامه مازدیګر یادوي
چې زېړې وړانګې یې زما او ستا په مخ کې
د ماښامونو ښامار
له واره وخوړلې
هلته چې ما او تا دواړو ور ته
په ځير او په حیرت کتله
په حقیقت کې زه له هغه مازدیګره ډار او وېره لرم
۴ - قوس - ۱۳۸۹ - جلال اباد، صفا راډيو