فرید باراني
هر تور ماښام
خواږه یادونه دې په پټه پټه
د دېوال له سره سر ووهي
او دڅپو غوندې را اورېږي
زما د خوار زړګي په وچه دښته
لارې وکړي
آخر ته کله راځې
آخر ته ولې یوه ورځ
خپل د یادونو په ځای
زموږ د کور په دېوال نه را اوړې
اخر ته ولې
په کوم جرم
او د څه لپاره؟
۲۷ - لیندۍ - ۱۳۸۹ - صفا راډيو دفتر