فرید باراني
غزل
په زنګانه سر کېښودل د هېچا نه هېرېږي
او بیا ارمه ویدېدل د هیچا نه هېرېږي
د مینې لارې زما په زړه کې لارې جوړې کړلې
به دې مسیر تیندک خوړل د هیچا نه هېرېږي
په تورو سپیانو کې راګیره او زه کلک تړلی
مورې ستا سترګو ته کتل د هیچا نه هېرېږي
لکه ماشوم له دغو سترګو نه چې اوښکې لاړې
له بلې خوا نه خندېدل د هېچا نه هېرېږي
د خدای لپاره مسلمانو ګاونډیانو غوږ شئ
له دې وطن څخه وتل د هیچا نه هېرېږي
د غم او وېرې د بېلتون د تنهایي په شپه کې
چې یو او بل ته مو کتل د هيچا نه هېرېږي
زما سپېڅلې تواضع سر کېښودل په غېږه
ستا په ژړا ژړا ژړل د هيچا نه هېرېږي
مورې! چې سر یې د لحد په تیږه هم لګېږي
ستا په زنګون کې زنګېدل د هېچا نه هېرېږي
په هغه شپه زما لېوني په واټنو کې مزل
له انګازو نه وېرېدل د هېچا نه هېرېږي
۲- لیندۍ - ۱۳۸۹ - جلال اباد، صفا راډيو دفتر