...

فرید باراني

غزل

له ګڼو زړونو پرېوتلی زړه په څه پوهېږي

زما نادان زما سپېڅلی زړه په څه پوهېږي

زما له زړه نه ګیله مه کوئ، همداسې ښه دی

په تور زندان کې مې ساتلی زړه په څه پوهېږي

لوی شوم لا هم د ماشومتوب په دایره کې ګیر یم

په شرایطو خدای وهلی زړه په څه پوهېږي

زما په فکر ټول زما غوندې یو فکر لري

اوس مې په ځمکه کې کرلی زړه په څه پوهېږي

کله خفه کله خوشال د ماشومانو غوندې

اوس مې په لاره کې لوېدلی زړه په څه پوهېږي

لکه مرغه بسمل تپېږي د خپل ځان په غم کې

د محبت تاثیر خوړلی زړه په څه پوهېږي

د انتظار د قتلېدو په هدف ووتلو

تا چې په زړه باندې ویشتلی زړه په څه پوهېږي

دا له سینې څخه وتلی زړه په څه پوهېږي

سترګې ړندې شه چې د زړه په قدر نه پوهېږي

شهید په تل کې د قفس په وینو سور لړلی

نه یې احساس نه یې لیدلی زړه په څه پوهېږي

ستا د « نوښت » دا ځورېدلی زړه په څه پوهېږي

۲- لیندۍ - ۱۳۸۹ - جلال اباد، صفا راډيو دفتر