فرید باراني
نه پرېکېدونکی هوډ مې
کړی دی نور نه راګرځم
زړه مې یو چا زما په مخ باندې ویشتلی دی
نور نه راګرځم
چا وې چې هغه لړزونکی خبر
به زما له یاده ووځي
لانده هډوکي به مې
د لندو غوښو سره اور واخلي
چې راپه یاد کړم
هغه شپه
چې تا په کړس
غاړه په غاړه
د بل چا سره خندا کوله
او ما په پټه په حیرت
او په مایوسو سترګو
له خپلو اوښکو سره
نیمه مې وخوړلې
او هم مې نیمه د ګرېوان په لوري وڅڅوې
۱۵- ۵- ۱۳۸۹ - صفا راډیو