...

فرید باراني

حسرت اخیستی یمه

د سمندر د کب په شان

نور راوتل مې ناممکنه دي

وتلی نشم

هغه مې بس دي

چې د کلي ماشومان خویونه

مې د اوبو نه په خندا وباسي

او زه تپېږم په وړو لاسو کې مرګ وینمه

حسرت اخیستی یمه

نور مې په وچو شونډو

هغه خندا پيدا کولی نشم

چې ما او تا مخامخ خپله خوښي

یوه او بل ته ویل

هغه وختونه لکه برق لاړل

او لکه پاڼې د هجران د تناره په لمبو وسوځېدې

نه راګر‎ځي

هغه وختونه د اثارو سره

وتښتېدل

هغه وختونو ته خو ما په ژړا وژړله

۱۵- ۵- ۱۳۸۹ - جلال اباد، صفا راډيو دفتر