فرید باراني
زر ځله مې قصد کړی
چې نن هرو مرو
ورته د مینې یادونه کوم
سبا پرون شي
بله ورځ یې زه هماغسې هم
په خپل وجود کې د هراس
اوږده تارونه اوبدم
رښتیا خبره دا چې
په دې وېرېږم
مه کړه زه به په سبا سبا کې شپې تېروم
او دا سبا به د پرون د سلسلې
وروستی لړ خوځوي
نن به د فکر په تشویش کې ورک وي
زه به د ځمکې به سر ځای نه لرم
او زما د خوار او لېوني زړه لېونۍ به
د بل چا په نوم شي
یوه روښانه تکه سپینه رڼا
زما د نور د زړه و خوا ته قدمونه وهي
لکه ورېځ ده رانه لرې
په کتو مې غاړه شله شوله
راغله نږدې شوله
او نور مې سترګې کار نه کوي
یوه روښانه تکه سپينه رڼا
زما د نور و زړه ته ولوېدله
سینه مې ګرمه شوله
او روح مې
لکه ماشوم
چې له ارامه خوبه پاڅېږي
راته موسکۍ ده
او بیا زما څخه د خوب د ستړیا
ایسته کول غواړي
څومره ښاغلی او عاجز یمه زه
خدایه مننه کوم
په دغه راز باندې یوازې زه او ته پوهېږو
۱۵- ۹- ۱۳۸۹- جلال اباد صفا راډيو دفتر