...

فرید باراني

یوازېتوب

څومره یوازې یمه

زړه مې د زړه په نوم بل زړه نه لري

او روح مې هم کلونه وړاندې راشلیدلی د لښکر له کوره

اودا بې سېکه وجود،

زه هم ترې کرکه لرم

ولې پېدا نشو په دې دنیا کې

داسې یو څوک

چې لږ مې وښوروي

لږ مې راویښ کړي لږ مې ونازوي؟

څومره یوازې یمه

ستا د یادونو نه چې هر رنګه تصویر وباسم

خو ته کېدلی نه شې

ستا د انځور سره چې هر رنګه خبرې وکړم

خو دريغه

تاته رسېدلای نشي

څومره یوازې یمه

زړه خو لا پرېږده

چې پوښتنه یې هیڅوک نه کوي

په میاشتو میاشتو مې مبایل ته هم

څوک زنګ نه وهي

زه ښه پوهیږم

چې اخر به یوه ورځ

د تنهایي په تورو شپو کې

زه تنها

په تنهایي کې مړ شم

او دا تنها جسد به

زما د شعر پرېښته

په تنهایي په خپل اوږو وړي آن تر ګوره پورې

څومره یوازې یمه

آخر د غم د اوسپنېزو دېوالونو

د نړېدو لپاره

له خوب

ژړا

مقاومت

او مصروفیت نه پرته

داسې یو څه شته که نه؟

۱۳۸۹-۱۰-۲۳-جلال اباد


نه مې هېرېږې

د خپل ژوند زمینه

ژېړ مازدیګر به مو کوڅو کې مردکۍ کولې

د بېجلانو په ویشتو کې خو تر ټولو سر وم

له سپېن سهار نه به شروع

تر تور ماښامه پورې

جیبونه دواړه له ډبرو نه ډک

یو جیر په غاړه کې او بل مې په لاس

په سره غرمه کې به د خپل کلي د غټو ونو

تر غټو سیورو لاندې

د میناګانو د ویشتو په خاطر

سخت سرګردانه ستړی تلم او راتلم

نشان مې ښه و

د میناګانو د ویشتلو چانس یاري کوله

کله به ولویده پر ځمکه

کله هم ویاله کې

او ما به راوړه

اخ! ترېنه ځار شم

خپلې ګرانې مور ته

مور به مینا راته په مالګو کړله

په تناره به یې هم ووهله

ما به ویله:مورې وږی یمه!

اوبس همدا یې ویل:

صبر زویه

څو شېبې وروسته به ښه پخه شي

اوس به وي خامه

په خوړلو یې ناجوړه نشې

مور به مې ما ته د مینا تر پخېدو

د تناره په سر کیسې کولې

کباب به پوخ شو

مور به ماته د مینا تورې خط داره غوښې ورو شکولې

له محبه له ګرانښته به یې

له دې سببه چې بې پلاره ومه

له دې سببه چې مې مور په هغه ځوانه ځوانۍ

له خپل مونس او له همدم څخه محرومه شوله

راته کتل

په لپو لپو د دردونو حسرتونو تورې اوښکې به یې

د خپل تقدیر په لمن ورو توی کړې

اوس له کلونو وروسته

چې کله واړومه

د ماشومتوب

د ژوندانه د کتابچې ورقې

د مور په اوښکو ډکې سترګې مې

سترګو ته ودرېږي

د خونې ور راپسې وتړمه

ځان سره وژاړم ښه ډېر وژاړم

او را په یاد مې شي چې

پرون مې مور راته کیسه کوله:

پلار دې سرو سپیانو په زړګي وخواړه

او نن زما په مخکې

د تورو سپیانو لښکرونو زما مور

راته په زړه وویشته

څه وکړم

اوس خو زه ځوان شوی یمه

د ماشومتوب لاجي او چکه راته پاتې نه دي

چې پرې یو جیر جوړ کړمه

او د فضا له اوسپنیزو میناګانو نه دودونه جګ کړم

۱۳- ۷- ۱۳۸۹- جلال اباد، صفا راډيو دفتر