...

فرید باراني

زړه مې له مینې او له اوښکو ډک دی

څومره ظالمه ده دنیا

زموږ په غم کې نه ده

راشه یوه شېبه تر څنګ مې کینه

چې درته وژاړمه اوښکې توی کړم

ستا به یادیږي، درته ویلي مې وو:

بس که نور مه ژاړه

په مینه راته پاس وګوره

چې ژوند ناکامه ستا د سترګو

د ژړلو څه چې

دیوې اوښکې د لوېدلو لیاقت هم نه لري

ستا به یادیږي،

درته ویلي مې وو،

زړه مې تنها دی

لکه رود

د دوو ډبرينو تورو غرونو تر منځ

چاپېره شوی یمه

او تا خو ولیدلم

د دې ظالم غوندې دنیا په وړاندې

بس لکه رود د دوو ډبرینو تورو غرونو تر منځ

وبهیدم

ځمکې مې وکرلې

او ګڼو زړونو ته مې ورکړې د خوښۍ انګیزې

خو زما په ژوند کې هیڅ بدلون رانغی

نه مې د ژوند څخه ګیلې ختمې شوې

نه مې چینې وچې شوې

نه مې څپې

له خپل جنون څخه راوګرځېدې

او نه دا غرونه

رانه ونړېدل

بس د غریو په حال کې

ژاړم او دا وایمه:

زړه مې تنها دی

لکه رود

د دوو ډبرینو تورو غرونو تر منځ

چاپېره شوی یمه