...

فرید باراني

کاش لېونی وی

او ساده غوندې وی

په دې دنیا کې

د ټولنې له دردونو وړاندې

دغه احساس خو به مې نه درلوده

د خواخوږۍ او د سپېڅلې مینې

سپېڅلی لاس خو به مې نه درلوده

د ځینو خلکو

په وجدان او تورو زړونو خو به نه ژړېدم

او هغو زړونو ته چې

د پرېښتو نه هم سپېڅلي ښکاري

هره لحظه به ورته نه ځورېدم

کاش لیونی وی او

ساده غوندې وی

نه به مې درد درلوده

او نه به خلکو

په لیونو باندې حساب کولو

د ټولنیزو ستونزو

د انسانیت او د وجدان د محکمې فیصلې

به د ټولنې مخکښانو څېړې

زه به د ښار د لېونیو په قطار کې راتلم

او ستا د زړه د ناسور غمه به بې غمه ومه

کاش لیونی وی

غم به مې نه درلوده

نه به مې ښه پېژندل

نه به مې بد پېژندل

نه به د بدو په لیدو ځورېدم

او نه به ښو راته مانا درلوده

هم به مې ښو او هم به مې بدو لره

ددې په ځای چې څه پرې وژړېږم، وځورېږم

کټ کټ خندا کوله

کاش لیونی وی

او ساده غوندې وی

په دې دنیا کې

د ټولنې د دردو په وړاندې

دغه احساس خو به مې نه درلوده

د خواخوږۍ او د سپېڅلې مینې

سپېڅلی لاس خو به مې نه درلوده

۱۳۸۹-۱۰-۲۷-جلال اباد