فرید باراني
که له احساسه درته شعر ولیکم
که مې د درد قلم راکش کړمه د زړه په پاڼه
که هغه شپه په یاد کړم
چې یو - یو ستوری په ورېځ کې پټېده ورکېده
او تا مې غېږه کې سر ایښی و، ژړل دې راته
چې ما یو خوب ليدلی
چې یو ناڅاپه په اسمان باندې ورېځ راشي
او د اسمان لمنه توره کړي
په خپلو هیبتناکه څپو
د ځمکې مخه ټول طوفان ونیسي
او ورپسې بیا هیبتناکه باران واورېږي
او په سینو کې زړنه ووېروي
که هغه شپه په یاد کړم
چې درته و مې ویل :
بس که نور مه ژاړه
په مینه راته پاس وګوره
چې ژوند ناکامه ستا د سترګو د ژړلو څه چې
د یوې اوښکې د لوېړلو لیاقت هم نه لري
که هغه شپه په یاد کړم
چې تر سهاره ستا د خوب به اړه وغږېدو
زه پوهېدم چې د ورېځو تر شا
یو تور طوفان د زمانې دودونو
په ژېړو اوښو رابار کړی دی زموږ لپاره
زه پوهېدم
چې ورستۍ شپه به
په موږ دواړو تر ابده خپل احسان اچوي