...

فرید باراني

ورکې څېرې
دنیا د ورکو څېرو
په لټون تېره شوله
هر څوک یو فکر لري
هر چا په زړه کې یو تصویر ساتلی
او دهمدغه نامعلومه تصویر
تر سیوري لاندې ورځې شپې تېروي
کار په هېندارو کې دی
د هر انسان د زړه هېنداره
د سپېڅلې پرښتې په څېر ده
که د انسان د زړه هېنداره
په هېندارو فرض کړو
نو په هېندارو کې هم
د ورک تصویر یوه څېره پکار ده
زړه خو هغه دی چې
د هغه تصویر
چې روح پرې فکر کوي
د سر غوښتنه کوي
او په هېندارو کې د سلو تصویرونو
ځایول خو به وي
خو بیا د روح د لټون
د ښکلي خوند سرګرداني څه شوله؟
۳۰ - ۱۰- ۱۳۸۹ - جلال اباد، صفا راډيو دفتر