فرید باراني
پیدا کومه دې حتما
زه مې د زړه غوښتنه
د سر په سترګو منم
دا نامعلومه تصویر
چې زما د زړه په ایینه کې پروت دی
او هر ساعت ما ته خپل مخ راښيي
او زما روح ځوروي
دا نا معلومه تصویر روح لري او جسم لري
او همدا روح او جسم
د زړه په سر د نا معلومه تصویر
د پلونو لارې څاري
دا نامعلومه تصویرونه به حتما یوه ورځ
خپل د اروا او د خپل جسم
په لټون پسې له زړه نه، وځي
تر څو دا ورکې او رښتینې څېرې
د ابدیت لپاره ونښلوي
۳۰ - ۱۰- ۱۳۸۹ - صفا راډيو