فرید باراني
بیا دې زما شېبې رنګینې کړلې
هو ګنهکار به شمه
سهار مې خدای شته
په لمانځه کې را په یاده شولې
اه
ستا رنګین یادونه
مې همدا اوس لکه پسرلی
یو یو تر سترګ شوله
پوهېږم دا ځلې دې
خوږو یادونو کې
د تنهایۍ د دردونکیو شېبو
د اوښکو څاڅکي مله وي
پوهېږم دا ځلې دې ډېر ژړلي
د بېلتانه له لاسه
د دې لپاره چې اختیار نه لرې
د بې بنسټه رواجونو څخه
هره شېبه ځورېږي
پوهېږم دا ځلې دې ډېر ژړلي
له دې بېخونده بې نوښته ژونده
له تکراري څېرو نه
د نوي ژوند د پیلېدلو د امکان لپاره
پوهېږم دا ځلې دې ډېر ژړلي
۳۰ - ۱۰- ۱۳۸۹ - صفا راډيو جلال اباد