...

فرید باراني

نظر

هر یو نظر یې

ښکلو سترګو کې

د زرو ارمانونو سره

لکه یو خوب

زما په زړه ولګېد

نظر یې پاتې شو او دا لاړه

د ژوندون په تصامیمو یې اودس تازه کړ

او د عشق لمونځ ته یې

خپله اروا چمتو کړه

زما په سترګو کې بس پاتې شو

د زرو ارمانونو سره

د ښکلو سترګو نظر

او زما نه پاتې شي

او پاتې به شې

ازادې کرښې د زرګونو ارمانونو سره

دا چې یې چا ته لیکم

زه پرې پوهېږم

زما شعر او هغه ښکلی نظر

۱- ۱۱- ۱۳۸۹ - جلال اباد، صفا راډيو دفتر