...

فرید باراني

دا دي پینځه کاله پوره شول

د زړه په وینو توروم

د کتاب هره پاڼه

ورسره وینې ژاړم

خو لا هم پوه نه شومه

چې دا غمګینې کرښې چاته لیکم؟

شاعري چاته کوم؟

او داسې څوک دی

چې زما د زړه په پوله ناست؟

په هر نظر راته یادونه د آرمان جوړوي؟

آه

یو ځلې راشه

ځان راوپېژنه

راته راتم شه چې د ژوند ماته بېړۍ

له دردېدلي سمندر څخه راپورې باسو

نور نو د ژوند نه والله ستړی یمه

یو ځلې راشه

ځان راوپېژنه

۱۳۸۹-۱۰-۳۰-جلال اباد