فرید باراني
خدای دې خوشحاله لره
د ملایکو اروا
چې کله غم له لرې هم وویني
نو بیا یې سیوری زما تر زړه رارسي
زه یې پروا نه لرم
سیوری یې څه چې
خپل غم دې زما تر زړه نه تېر شي
خو ستا خفګان مې
لکه ورځ د ځنکدن ځوروي
د سر وېښتان مې زیږوي
لکه کافر چې مسلمان د ځورېدو لپاره
په چپلاخو وهي
کاشکې غم جسم درلودی
کاشکې انسان وای
چې ما هم د لومړي ځل لپاره
وینې توی کړې ولای
او د دوزخ او د جنت په سرحد
مې لکه مرګ د ټولو خلکو مخکې
د ابدیت لپاره
قصابي کړې ولای
او د غم وینې مې هم
هو،
فقط ستا د خوشالۍ لپاره څښلې ولای
خدای دې خوشاله لره
د ملایکو اروا
چې کله غم له لرې وویني
نو بیا یې سیوری زما تر زړه رارسي
۱۳۸۹-۱۱-۱ جلال اباد