فرید باراني
نور رانه لرې شه ښاغلی درده
نور رانه لرې شه ښاغلی درده
ته خو مې سم نیکه شوې
هره شېبه مې په غوږونو کې
د څه لپاره
د غم پیالې ټنګوې؟
په ما کې څه لټوې؟
د دې ناکامې لېونۍ مینې نه
له یو بې روحه اسکلېټ نه پرته
نور راته څه پاتې دي؟
پوهېږې ته مې په خپل ژوند
د لومړي ځل لپاره
د خپلې مینې له دیداره وروسته ولیدلې
مخکې له دې چې سره وپېژنو
بې اجازې
نه یو سلام نه کلام
زما د زړه ور دې
لکه زموږ د هېواد
دغه سرزوري سیاسي بد معاشان
په خپل بې نمانځه پښو ونړاوه
تر رسېدلو او تر غږه دې پرېنښودلم
لکه نبرد مې په زړه ننوتې
څومره بې عقله بې ادبه یې ته
ما خو د انس او انسانیت لپاره هېڅ نه وېل
ځکه چې ته د یو انسان په څېره
زما د زړه په وره راننوتې
لکه بد معاش دې بد بد وکتله
او وروسته وروسته
زما د زړه د شنه آسمان له پاسه
توره ورېځه شولې
آه
توره ورېځه له بارانه ډکه
لا هم اوسېږي
او لا هم به اوسې
په دې پوهېږم چې همدا دې ځای دی
لکه زموږ دا پخواني او اوسني ملګري
تر څو زما د زړه ښاغلي جسد خاورې نه کړي
تر څو مې روح
هغه د خدای ښکلی سپېڅلی امانت
تر آسمانونو پورې ونه رسوي
پوه یم له زړه نه مې ولاکه ووځي
نور رانه لرې شه ښاغلی درده
ته خو مې سم نیکه شوې
هره شېبه مې په غوږونو کې
د څه لپاره
د غم پیالې ټنګوې؟
۱۳۸۹-۱۱-۱- جلال اباد