...

فرید باراني

ژوند

ستا د یادونوافسانه ده

هره ګړۍ یې

یوه وړه ماشومه

تک تور سکاره په لاس کې

زما د زړه پر دېوالونو لیکي

ستا د یادونو کیسې

سپین دیوالونه د یادونو په کیسو توروي

اه

څومره ظالمه ده دنیا

یو عمر تېر په انتظار شي

خو بیا هم یادونه

زما د خیالونو په بستر کې

افسانې جوړوي

او هغه وړه ماشومه

زما د زړه تخته یې توره کړله

او بیا یې سپین سکاره راوخیستله

زما د زړه په دېوالونو د یادونو افسانې توروي

خو دا ځل دا ماشومه

تور دېوالونه د یادونو په کیسو سپینوي

ژوند

د پښو نښې دي

د محبت په دښته

زما او ستا له حقیقي څېرو نه پاتې شولې

او اوس پرې جوړه د کاروان لاره ده

په هغه لاره

زموږ په پلونو

اوس مهال بلا مخلوق تېرېږي

۲ - ۱۱- ۱۳۸۹ - جلال اباد، صفا راډيو دفتر