...

فرید باراني

مسافر

له دومره لرې ښار نه

چې فاصله یې ده پوره

زر قدم لاره د اورګاډي مزل

او راوتلی دی د خدای په تکل

په نابلده ښار کې

یو نابلده سړی

له خلکو پرېږده چې

له خاورو او ډبرو پردی

هر خوا حیران حیران کتل

په انسانانو کې پردی

آدرس په لاس

او بیا د ژبو توپیر

د خواخوږۍ کیسه ده

او د کیسې تر شا کښل شوی یو غملی داستان

درته راغلی مسافر

چې فاصله یې ده پوره

زر قدم لاره د اورګاډي مزل

او راوتلی دی د خدای په تکل

او په دې ښار کې بس یو کس پېژني

ها د یادونو ښاپېرۍ

ها د مکتب د وخت ښایسته نجلۍ

آه

نور نو ستړی یمه

ستاسو په ښار کې هیڅ څوک نه پېژنم

د ورځې سپین دې رانه یوړل

اود شپې رانجه دې

زما د زړه په ماذیګر پرې کړل

های د یادونو ښاپېرۍ

های د مکتب د وخت ښایسته نجلۍ

درته راغلی مسافر

له دومره لرې ښاره

چې فاصله یې ده پوره

زر قدم لاره د اورګاډي مزل

۱۳۸۹-۱۱-۲-