فرید باراني
غزل
له ډېرې مینې نه د هیلو په کاروان کې ورک شوم
لېونی درده خپلو اوښکو په ګریوان کې ورک شوم
دومره د یاد د افسانو په باغ کې وګرځېدم
چې لکه عمر شوم، له سره په انسان کې ورک شوم
د یوه ګل په سپړېدلو چې سپرلی نه راځي
هسې مې خپل د سوو هیلو په خزان کې ورک شوم
مسافر ستوری وم له درده در نه وخوځېدم
څومره خپه په شنه لمنه د آسمان کې ورک شوم
د باران شپې ته ستا له لاسه دومره وژړېدم
چې لکه اوښکه څاڅکو څاڅکو د باران کې ورک شوم
۱۳۸۹-۱۱-۲-جلال اباد