...

فرید باراني

غزل

ورک شه یاغي سرکش خزانه، ستورو کډه وکړه

راشه زما د زړه ارمانه، ستورو کډه وکړه

څانګې د یخ له لاسه ورژېدې و ژړېدې

چې مې د زړه له شنه آسمانه ستورو کډه وکړه

ستا په یادېږي تر سهاره مو آسمان ته کتل؟

تا وې ویده به شو جانانه، ستورو کډه وکړه

څومره بې نوره شوې او څومره بې تدبیره شولې

ستا له وجود څخه انسانه ستورو کډه وکړه

زما د هیلو د سپرلي ګلونه وټولېدل

راشه ښه لوند مې کړه بارانه، ستورو کډه وکړه

ته لکه ستوری د هېندارې پر مخ وځلېږې

هسې سپېڅلی یې روښانه، ستورو کډه وکړه

آه دا نن شپه مې ټول خیالونه مېلمانه درتلله

ته ناخبره وې آسمانه، ستورو کډه وکړه

۱۳۸۹-۱۱-۹-جلال اباد