...

فرید باراني

اه،

ورېځو راشئ

زما د زړه د شنه اسمان لمنه

په بغاوت تسخیر کړئ

یو ځلې بیا مې د زړګي د ځمکې

واګې په لاس کې واخلئ

یو ځلې بیا مې د زړګي د ارمانونو لښکر

په اسارت ونیسئ

چې لږ ارام ونیسم

چې لږ د نورو خلکو

په اړه فکر وکړم

زه مې له ځانه څنګه ځان وباسم؟

او بیا د زړه د هیلو

د ارادو ستړی کاروان وباسم؟