فرید باراني
په تورې ځمکې د واکمنو انسانانو څخه
د انسانیت اود شرافت له کلمې
دخدای له قول نه
تنها
د سپي لاسونه
د شادیانو سترګې
او د سپین خره د تورو پلونو چاپ
په دې دنیا پاتېږي
یا خو به زه یم د معبود د پرښتو له جنسه
یا خو انسان لا هم تر اوسه
د انسان په کلمې پوه نشو
زرونه کاله تېر شول
نسل په نسل
سر په سر
لا هم په نوم د انسان
له خرو نه خره زېږېږي
درې کاله وړاندې مې
د زړه غوږونه
په ډېرو چیغو سره وخوړله
چې د انسان له نومه ښه خاطره نه لرمه
او ما یو داسې ځای ته ورسوه
چې د انسان د کلمې په نامه
هېڅوک ونه پېژني
ما خو ویل
په نیمه شپه چې مې د ځان د حفاظت پریښتې
دواړې په خوب لاړې شي
نو دا ساده او لېونی نوښت به
د خپل وجود د حفاظت پرښتې ورو ويښوي
او ورته وایي به چې ما یو ځلې
د دې جهان خالق ته ورسوي
چې د انسان له لاسه
په اوښکو لوند ګرېوان ور وښیمه
خو پرښتو هم زما په زړه وخندل
راته یې دا وویل
چې خدای خو تاته ستا د غاړې له شارګ نه هم
نژدې وینو موږ
درې کاله وړاندې مې د زړه غوږو ته ورسول
خو زما زړه د انسانیت د کلمې د احترام لپاره
د حقیقت د غوړېدو په خاطر
زما خبرې ته سر کېنښوده
او اوس زما د زړه هماغه خیال
چې دا اغلې اروا
به د انسان په تور وجود کې ټوله بوی ونیسي
په حقیقت بدل شو
د انسانانو په پوستونو کې
د سپینو خرو لښکرې ننوتې
او د دنیا د حقیقت په سپینو پاڼو یې
د تورو پښو په درز کې
مهرونه ولګول
۱۳ - ۱۱- ۱۳۸۹ - جلال اباد، صفا راډيو دفتر