فرید باراني
اوس لکه دوه پردي بوتان یوه کوټه کې ولاړ
خولې مو د عشق د درد ځپلو ستنو
ارادو وګنډلې
او لکه عمر غوندې
د کلیوال سړي د روح په شکل
بې فایدې وسوځېدو
له خټو جوړ دوه قالبونه
زما او ستا له افسانو پاتې شول
څومره ظالمه ده
دنیا
یو څوشېبې
په خوشالیو کې راونغاړلو
یو څو شېبې یې
تور کاڼی هم جنت ښکاره کړ
د عشق جادو څومره تاثیر
څومره جذبه درلوده
۱۴- ۱۱- ۱۳۸۹ - جلال اباد، صفا راډيو دفتر