...

فرید باراني

د عشق کیسه ده

کله زه د ژوندانه په اروا ننوځم

او کله ژوند زا د روح په شنو پټیو پلترۍ ووهي

نه یې د غم تحمل

او نه یې هم د خوشالیو د طاقت درلودل

د سمندر د څپې خیال ته ورته

د هر انسان د ژوندانه لمن ته ځان رسوي

درغلم،

څوک یې چې هردم مې

د طوفاني زړه دروازه ټکوې؟

پام کوه

دروازه خلاصه نه کړې

دلته د زړه د دروازې تر شا مې

یو هیبتناکه طوفان

د زړه په غولي باندې

د دوړ دوړکي تمرینونه لري

او زما زړه

که دې په کار وي

نو پیدا به یې نه کړې

ماته هم نه دی معلوم

د کوم طوفان خړې څپې به وي

ویشتلی

په ډبرینو غرونو

درغلم،

څوک یې چې هردم مې

د طوفاني زړه دروازه ټکوې؟

۱۴ - ۱۱- ۱۳۸۹ - جلال اباد، صفا راډيو دفتر