فرید باراني
ژوندونه هیله کوم
ما د دنیا د دوزخونو په لور مه غوځوه
یو څو شېبې دې کاروان ودروه
چې زړه مې ستړی دی
پښې مې شلې
او ارمانونه مې یو یو
لکه تور دود د سګرېټ
له سپین ځیګره وځي
ژوندونه هیله کوم
اوس د دې وخت نه دی چې ته هم راته دا ووایې
چې تاته چا وېل چې مینه وکړه؟
اوس میین شوی یمه
اوس مې د ژوند هره لحظه د چا په یاد
د غم بهیر دی لکه ویر تېرېږي
ژوندونه ستړی یمه
دې ته مې مه اړ باسه
چې د ارمان په دار
له هر څه خوږ دا لېونی وجود راوځړوم
او ستا په نیمه لاره ختمه کړم د مینې کیسه
ژوندونه لاس مې نیسه
د عشق په کار کې نا بلده یمه
هیله کوم
زما سره مرسته وکړه
مرسته وکړه
۲۰ - ۱۱- ۱۳۸۹ - جلال اباد، صفا راډيو دفتر