...

فرید باراني

اه!

ولې ژوندونه

او د څه لپاره

هره لحظه مې خپلو هیلو ته

لکه یو غل او ملامت شرموې

د هیلو خیال مې غورځوي

د تورو پښو په شا د دوړو په سر

ته ولې نه پوهېږې

چې خدای له ټولو انسانانو نه جلا

متفاوت

دغه ځانګړی بنده

دومره ساده او ارمانجن پیدا کړ

چې خپله هم ورته حیران پاتې شو

ته ولې نه پوهېږې

چې دنفس د هر یو اه سره مې

د زړه له تله سوځېدلې هیلې

د سګرېټي د دود په شان

په دې فضا ورکېږې

او د هر اه سره مې

د بد قسمته ګرېوان

په توره لاره د سرو اوښکو سلسلې جوړوي

۲۰- ۱۱- ۱۳۸۹ - جلال اباد، صفا راډیو دفتر