...

فرید باراني

ولې دې خپل د شنه ښېرازه ښاېست

په شنو فصلونو کې

له لرې نه راغلې مسافرې مرغۍ

د څرېدو لپاره پرېنښودې

زه لېونی

زه بې ضمیره انسان

څومره په بیړه ارخطا

ستا په اروا کې د ژوندون لپاره ننوتم

څومره یوه غټه اشتباه مې وکړه

د لومړي ځل لپاره

ستا په وجود میین شوم

ژونده! تا هم د ملامته انسان په څېر

په دې کې هېڅ نه وېل

زما د ژوند له فیصلې نه دومره لرې لاړې

لکه بېخي مو چې لیدلي نه وي

او د یو بل نان او نمک مو هم خوړلی نه وي

۲۰ - ۱۱- ۱۳۸۹ - جلال اباد، صفا راډيو دفتر