...

فرید باراني

ژوند لکه وهم د تیارو په اوږو سپور مردزمای 

زما له مخې تېر شو

یو څه موده نوستالوژیکې تبې ونیولم

یو څه موده مې شک په ټولو کتابچو

او دکالیو په جیبو کې پروت و

را سره جوخت په دسترخان به ناست و

چاغ شو او وروسته له دې

بني آدم شو

مخامخ مې د ایمان ناتوانۍ ته ودرېد

او زه دوه درې خزانه

د خپل وجود د طلايي پاڼو غالیو باندې څملاستمه...

لکه یو ستړی مسافر

درې زره کاله مې مزل وکړلو

درې زره کاله مې د چا په اړه فکر وکړ

درې زره کاله لکه ورک تبسم

د فلسفې د کتابونو په خیرنو عنوانو کې

لوی شوم

ژوند لکه وهم د تیارو په اوږو سپور مرد زمای

زما له مخې تېر شو

اوس لکه خدای ډاډه یم

اوس مې رګونو کې د وینو په ځای

د خدای د نور د سپینو وړانګو جریانونه ځغلي

اوس لکه مرګ ارام یم

اوس مې په خپله معنا کې

بني آدم نه یمه.......

اوس لکه هېڅه تشبېه

په هر زمان کې د هغه د بلا کیفه وجود برخه یمه