فرید باراني
له دې کړکۍ نه راته
یواځې تاک او یو څو پاڼې ښکاري
ما د دې ښار په مېوه جاتو څکه نه ده کړې
ته نه به څه پټوم
سترګې مې دواړې له شهوت نه سرې دي
او ضرورت مې په اوږو ګرځوي
غواړم نږدې شم درته
غواړم چې ټول وجود دې ولمسوم
او در نه وپوښتمه
د پسرلي په دې ښایسته موسم کې
یو وارې سکس دې څومره بیه لري؟