...

فرید باراني

سر مې په تیږه کېښود

سر مې په تیږه کېښود

لاس مې د ستورو په ساړه ذهن کې وغځاوه

یوه مې چیغه وکړه

چې تنها ما واورېده

په دې ساړه په دې تیاره جهان کې

ما ته به نه وایې چې څه شوي دي

ماته به نه وایې چې ولې مرمه

ماته به نه وایې چې لاس او زړه مې

د خپل میین غېږې ته نه رسیږي

اوس میین شوی یمه

لکه د وچې ماهی

د اوبو زوړ د وچې نوی یمه

سر مې په تیږه کېښود

لاس مې د ستورو په ساړه ذهن کې وغځاوه

عقل او زړه مې په وړیا توګه یو چا ته ورکړل

...


د یوې ټکنده بیدیا په تکل

ځمه د غرونو سر ته

شپه د سپوږمۍ سره یو ځای تېروم

یوه چینه کې خپله اروا پرېومه

یوه شپونکي ته د خپل زړه د غم خبره کوم

چې ولې مات شوم په ملا دوه ځایه شوم

ولې مې موخو ته ونه رسېدم

ولې شاعر نشومه