...

فرید باراني

ددې عالم له ما ورا اخوا

ددې عالم له ماورا ور اخوا

چېرته چې زما د پلار بالغ زړه په حوا میین شو

چېرته چې خدای ساکن دی

د کاېناتو تر شا

هلته سکون د زمانې په لاشعور باندې حکومت چلوي

هلته زموږ د سرګردانه ځمکې

هلته زموږ د سرګردانه نظام

هلته زموږ دسرګردانه کیهان

هلته زموږ د انسانیت رنګونه بغض نه نیسي

د دې عالم له ماورا ور اخوا

چېرته چې زما د پلار بالغ زړه په حوا میین شو