فرید باراني
غنم
بې پاسه ژوند دی کنه
هر څه د کاشکې سره نه ختمېږي
باید حسرت ووژنې
او خپل پاسته
د ژوندانه د ستومانیو په ایرو ولړې
تر څو چې ټولو ته جوته شي چې
دیو انسان د غلطیو د جبران لپاره زجر کاږو
او دهماغه ممنوعه مېوې لپاره چې پرې وشړل شوو
لا هم په ځمکه کې خواره واره یو
او دیوې ګولې ډوډۍ لپاره
او دیو څو بې پته ورځو، تورو شپو په خاطر
د خپل نیکه زړو خوبونو ته جنت جوړو