فرید باراني
ته مې درغواړې د بادونو د صفحو د تکاول رڼا کې
ما ستا د حسن د رنګونو برق د زړه په رڼو سترګو ولید
زه ستا په فکر پوه یم
ما ته مې خپله عاجزي کافي ده
تاته مې سوز د عظمت د خوړو وړانګو د تناب په امتداد کې
د زرګونو عاشقانو زړونه
اوف د جهان سلطانه
په ما دې څه کړي دي
چې نه مې خپل د زړه په ماتو ماتو ورکو پرخچو خبر یم
نه ستا و مخې ته
د کلماتو
په نزاکت پوهېږم
خدای خبر ستا له لاسه کوم جام چپه شو
چې زما سینه د نور په ګرمو ایینو لنده شوه
اوف د جهان سلطانه
اوف،
د قدر شپې دي
او ما ستا له لاسه
د ملکوت په میو مست د وړانګو جام اخیستی
ستا مې د زلفو تکاول لیدلی
مخ دې د ښار د ټولو ښکلو د ښایست زېری دی
عشق دې د زړه د سرو لمبو تنور دی