...

فرید باراني

خلک د لارو کشالې راپسې ګوري یاره

ته مې بېدیا کې ګوره

بېدیا مې عشق کې لټي

عشق مې د خدای د نور قدیم بلاد کې

مخکې له دې چې زه بېدیا ته لاړ شم

عشق د فریاد د تساهل د جزیرو په تل کې وموندلم

او خدای مې سوزد عظمت دنیا ته غېږه راکړه

له هغې ورځې نه پس

بیا څوک میین نشولو

د صحراګانو خاموشي چوپه شوله

خو عشق د تل لپاره وځلېده