...

فرید باراني

ادمي زاد بلد دی

د نا اخیستو قدمونو پر ګردجنو پلونو پروت تبسم

زما د میثاق د ایینو له مرزه

د غڼو تار ته د څرخې د اوبدل شوي ژوند له درده وایي :

یوه کوچۍ د غټ پروني په حیاء کې

د اېلبند د نابلده لارو فکر لولي

یوه ارامه او حکیمه اوښه

ادمي زاد ته په سرو اوښکو

د ډبرینو غرو طعنه ورکوي

چې د کلام له درانه بار لاندې اېرې اېرې شو

یو د سپېرو تارونو پلار د بغل جیب په اندېښنو فهد ۱ دی

ادمي زاد بلد دی

دلته د دوست د ښکلي مخ رادېخوا

په تورو زلفو کې قدیم سند دی

ادمي زاد بلد دی

یو خام اسپرم لاس تر زنه

د ډاکتر مصنوعي سترګې ته په کړس کړس خاندي

ښار د انسان له قیافې شرمېږي

او عشق د اوښکو په مسلخ کې د بې روخه سرمایې ماتم ته رنګ بدلوي

څو دحیرت په تار د نور له ګنډل شوي ګرېوان مخ واړوي

په زېر او زور به غړوندي او شد دی

ادمي زاد بلد دی