...

فرید باراني

اور دې په زړه رابل دی

درد دې د غرونو په ريښه کې

زما د سوز د تسبیحاتو لېونتوب زنګوي

ما پرون ستا له عشقه

د کوه طوه له غره نه

له ابراهیم او له عیسی او محمد سره خبرې کړې

ما پرون ستا له عشقه

نوح ته د صبر د کښتۍ د جوړېدو ویلي

ما غرونو اور ته « نار‎‎‎‎ کونی بردا  » ویلي

ما محمد د خپلو اوښکو په بېخوده کشالو کې سپینه ورځ لیدلی

ما پرون ستا له عشقه

جهان د ختم تر قیامته وړی.

اور دې په زړه رابل دی

عشق دې د نور په تل کې

سپینه ښیښه ده لکه ستوری

د زیتون د ونې غوړ سوزوي

اوف! ته مې په خپله په سینه کې ناست یې!