...

فرید باراني

غزل

شوق دې د مخ په درد زما جبر دی

د زلفو ول لکه چې بیا جبر دی

ځم چې یو دوه رکعته لمونځ وکړمه

په عاشقۍ کې دې همدا جبر دی

په ارادې کې دې بخۍ شو اختیار

په پټه خوله کې د دنیا جبر دی

په کلماتو مې له شرمه وژنې

د موسی یخ شوی، سینا جبر دی

ماته شراب په خپلو لاسو جوړ کړه

مستي له شوقه ده، نڅا جبر دی

زه پیغمبر او کتاب نه منمه

جانه دغه واسطه ده او همدا جبر دی

چې معرفت او عشق ترې وباسمه

ټوله هستي مې په امضاء جبر دی