...

فرید باراني

زه څه خبر ومه

چې نور وېشې

د شرارت په کشالو کې

د حیرت د تبسم په تار کې

په میو سپینې لندې شوې پرېول شوې دانې

زما د غاړې په امیل کې پېیې

زه څه خبر ومه چې ما

د تکه تورو شپو د کندو له مسلخ نه باسې

د نور د میوپه بېخوده جزیرو مې مینځې

او د حیرت په شزن خېزه تلاطم کې مې له سره یو ځل بیا زېږوې

د ټولو جګو اسمانو له پاسه

د محمد د نور د سترو جزیرو په تل کې

د ملایکو په قدیم بلاد کې

زما د اوښکو په زاړه ممات کې

ته مې د زړه د ګلبهار د نور د ورکې سمندر په تل کې

زما د سوو سووڅانګو د تنې صبر ته څنګه راغلې

شراب دې څښلي دي او سترګې دې بیا

سل عاشقان د لېونتوب په شهادت کې وژني

هغه چې زموږ د نور د تن خورې پارچې ټولې کړي

هغوی به څوک کړي له مستۍ نه هوښیار؟

ځم چې یو څ، دانې د مینې کتابونه خط کړم

ما د یاسین په مینځ کې

د خپل تازه رسالت خوب لیدلی

ځم عاشقان کړمه ویښ

ما لېوني د بعثت خوب لیدلی