فرید باراني
اوښکې مې لاړې د خوښیو په میزان ګډې شوې
زړه مې د بخت معراج شو
خدای یې د فکر په قیمت راکوز کړ
یاد دې موسی دی
د سینا عطر دي
عشق دې د مشکو په بازار کې
د ګلرخو نازدانه خرید دی
سل یتمان مې هره ورځ
د لېوني قامت په ورکه عاجزۍ کې ژاړي
بال دې راخور دی خو تا نه وینمه
وږمې دې شته دي خو د زړه په ایینو کې دې لیدلی نشم
د ورځې سل وارې د مرګ ارزو کوم؛ خو نه مې غواړې!