فرید باراني
د عشق ګل څانګې
په زړه وغوړېدې
باغون یې جوړ کړ رانه
زه د حیرت په کشالو ځينې د مینې د تاریخ په صحیفو کې ښخ شوم
به اور تودې سینې مې
د بلا غرونود تعظیم ترجماني ومنه
له دې ګردۍ ځمکې نه وکوچېدم
اته میلونه نوي کاله اخوا
دیوې بلې سیارې پلو کې
په نبوت مبعوث شوم
نوح شوم
د صبر د کښتۍ ټوټو مې ۹۵۰ کاله قامت وایسته
د غږ داود شوم
مزامیر ته مې د اوښکو د اظهار وړې سلګۍ پخې کړې
کلیم الله شوم
او نیل مې په خبرو راوست
خلیل الله شوم
د هستۍ په شک کې ونڅېدم
د اور په غرونه تهاجم کې مې جانان ولیده
عیسی شوم
عشق مې د جانان له کلمې نه بېل کړ
او محمد شوم
د طائف په ستومانۍ کې مې د صبر تاوده پلونه سره کړل
معراج ته وختلم
د خدای د وړانګو سمندر کې مې لامبو ووهل
هلته چې زه مبعوث شوم
خیر او شر دواړه له وحدته مست ول
ایمان او کفر د یوه وره نوم و
۶ جولای ۲۰۱۶ - برلین