...

فرید باراني

دانه دانه

په زړه راوري لکه څاڅکي د سنتور د مضراب

زما له حیرته ځنې

د کوم یاغي شوي طوفان مخه نیسي

عشق زما او ستا د عظمت ژباړن دی

هلته چې ته په خپلې ټولې استغنا شکي شوې :

عشق د زیتون د رڼاګانو په تودو څانګو کې ونڅېده

هلته چې زه شکي شوم :

د ستومانیو اهرامونومې فرعون له رودِ نیل نه وایست

او موسی غرق شو رانه

خلیل الله د اور څپو لپه کړ

د نوح کښتۍ ډوبه شوه

عیسی په دار شو او محبوب د غر په خوله شهید شو

ستا به په یاد وي کنه

زما د زړه ستوماني

د کاېناتو حجم څومره ډېر کړ

څومره درانه شول مدارونه د ایمان دکشالو په تن کې

قیامت څو نور کلونه وځنډېده

او عشق په خلاصه غاړه څنګه راغی

دانه، دانه،

په زړه را اوري لکه څاڅکی د سنتور د مضراب

زما له حیرته ځینې

د کوم یاغي شوي طوفان مخه نیسي

۶ جولای ۲۰۱۶ - برلین